ډېر لوستل شوي

افغان کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام لومړۍ لوبه کې یوګانډا په ګونډو کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې یوګانډا ته ستره ماتې ورکړه.

ددې لوبې پچه یوګانډا وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

په افغان توپوهونکو کې رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ نیمه سلیزې جوړې کړې او په توپ اچوونکو کې فضل الحق فاروقي تر نورو ښه وځلېد.

دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ په ۴۶ توپونو ۷۰ او رحمان الله ګربز په 45 توپونو ۷۶ منډې جوړې کړې. بل خوا، فضل الحق فاروقي په څلورو اورونو کې ۹ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې له لوبغالي بهر کړل.

یوګانډا کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان د ۱۸۳ منډو په وړاندې یوازې ۵۸ منډې جوړې کړې او ټوله لوبډله یې په ۱۶ اورونو کې وسوځېده. افغانستان به په لوبه کې راتلونکې شنبه د نیوزیلنډ پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

اړوند خبرونه