ډېر لوستل شوي

اندونیزیایی پلاوی: بهرنۍ رسنۍ د افغانستان په اړه منفي تبلیغات خپروي

ملي دفاع وزارت په خپل رسمي اېکس نن ماښام(دوشنبه، غبرګولي ۱۴مه) د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد او د اندونیزیا د پخواني ولسمشر له مرستیال محمد يوسف کالا، د اوسنۍ سرې میاشتې او جوماتونو شورا له رییس او مله پلاوي سره د کتنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، چې افغانستان او اندونیزیا ډېر مشترکات لري، اسلامي امارت لېواله دی، چې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې او همکارۍ لا پراخې شي.

ورته مهال اندونیزیايي پلاوي ویلي، د افغانستان د امنیت او نورو مو ضوعاتو په تړاو مو چې په رسنیو کې څه اورېدلي، تبلیغات دي.

یاد پلاوي زیاته کړې چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

د یادونې وړ ده چې یاد اندونیزیايي پلاوي پرون د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم کتلي وو.

اړوند خبرونه