ډېر لوستل شوي

بلوچستان کې ۱۱ کان کیندونکي وژل شوي

د بلوچستان ایالت د ډبرو سکرو په یوه کان کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو په قول، دا پېښه د ګازنیونې په سبب پرون(دوشنبه، غبرګولي ۱۴مه) رامنځته شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته ورغلې او د مړه شویو کسانو مړي یې له کانه اېستلي دي.

ویل کیږي چې په مړو کې د کانونو یو مدیر او قراردادي هم شامل دی.

ایالتي چارواکو له دې پېښې وروسته دا کان تړلی دی. دا لومړی ځل نه دی چې په بلوچستان کې ورته پېښې رامنځته کیږي، بلکې تر دې پخوا هم د اکسیجن د نشتون او ګازنیونې په پېښو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

اړوند خبرونه