ډېر لوستل شوي

د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره لومړی مقام ګټلی

د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې له نړیوال انسټیټوټ څخه لومړی مقام ترلاسه کړی دی. افغاني زعفرانو دا مقام د ذایقې په برخه کې خپل کړی دی.
په یاد انسټیټوټ کې د افغانستان په استازیتوب د هراتي شرکت زعفرانو څخه لابراتواري ازموینه اخیستل شوې وه.
د بلجیم د ذایقې په نړیوال انسټیټوټ کې هر کال د زعفرانو کیفیت معلومولو په پار له ټولو زعفرانو تولیدونکو هېوادونو ازموینه اخیستل کېږي.
د ذایقې نړیوال انسټیټوت د بلجیم په هېواد کې موقعیت لري، چې هر کال د بېلابېلو هېوادونو خوراکي محصولات د ځانګړو معیارونو پر بنسټ ارزوي.
د کرنې وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د ۲۶ ولایتونو اته زره او ۳۰۴ هکتاره ځمکه د زعفرانو پر کښت پوښل شوې وه.
زعفران د هېواد له ارزښتناکو صادراتي توکو ګڼل کیږي چې د ټولې نړۍ په بازارونو کې مینوال لري

اړوند خبرونه