افغاني سرې میاشتې د زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ۳۰ کسیزه ډله هم په پلازمېنه کابل کې ۴ خصوصي روغتونونو ته د در درملنې په موخه ور پېژندلې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو ناروغانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
بل پلو، ددغو ناروغو ماشومانو کورنۍ د سرې میاشتې د چوپړونو هرکلی کړی دی. د یادونې وړ ده، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري د تېرو ۲ کلونو په موده کې ۳زره ۵۸۶ د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان بېلا بېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه ورپېژندل شوي دي.