ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي: افغانستان له اقلیمي بدلون ستر زیان لیدلی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې ویلي چې اقلیمي بدلون افغانستان ته ستر زیانونه اړولي دي.

د ښاغلي حنفي په وینا، ناوړه چاپېریال او اقلیم هېواد کې د ناروغیو کچه هم لوړه کړې ده.

نوموړي وړاندې ویلي، هغه هېوادونه چې ګلخانه یي غازونه تولیدوي، باید د اقلیم په رغونه کې برخه واخلي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاتوي چې اسلامي امارت د پاک چاپېریال په موخه بېلابېلې پروژې پلې کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده. ښاغلي حنفي له هېوادوالو هم غوښتي چې د ښار په پاکوالي کې برخه واخلي.

اړوند خبرونه