ډېر لوستل شوي

افغان لوړپوړي پلاوي د عربي اماراتو له چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس لیکلي چې د کورنیو چارو د وزیر په مشرۍ افغان لوړپوړي پلاوي عربي اماراتو ته په خپل سفر کې د یاد هېواد له مسوولینو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.
په یادو کتنو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا، د افغان امنیتي ځواکونو روغتیایي برخو کې پر همکارۍ، د افغان بندیانو خلاصون، د ویزو ورکړه، د کورنیو چارو وزارت اړوند د ټرافیکو د برخې ډیجیټل کول او پر ورته نورو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.
همدارنګه یاد هېواد په افغانستان کې پر پانګونې او بیارغونې برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د ویلو ده چې د خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ افغان پلاوی وړمه ورځ عربي اماراتو ته تللی چې پرون یې د یاد هېواد د دولت له رییس سره هم کتلي وو

اړوند خبرونه