ډېر لوستل شوي

اندونیزیایي پلاوی: خپل حکومت، خلکو او نړۍ ته به د افغانستان رښتینی وضعیت په ډاګه کړو

د اندونیزیا د پخواني مرستیال ولسمشر یوسف کالا په مشرۍ د اندونیزیا پلاوي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخوند سره په کتنه کې ویلي چې رسنۍ د افغانستان په تړاو پروپاګند خپروي، خو دوی به خپل حکومت، خلکو او نړۍ ته د افغانستان رښتینی وضعیت په ډاګه کړي.

ارګ نن ماسپښین( چهارشنبه، غبرګولي ۱۶مه) په خپل اېکس ددې کتنې خبر ورکړی دی.

دې ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د ولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې اترې شوي دي.

محمدیوسف کالا ویلي، دوی به د اندونیزیا حکومت، خلکو او نړۍ ته د افغانستان واقعې وضعیت په ډاګه کړي. د نوموړي په خبره، اندونیزیایي پانګوال لېواله دي، چې د افغانستان کانونو کې پانګونه وکړي.

بل پلو، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې دواړه هېوادونه باید د اړیکو پراختیا لپاره په ګډه کار وکړي.  ښاغلي برارد ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت پانګوالو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د ویلو ده چې د اندونیزیا پخواني مرستیال ولسمشر یوسف کالا په مشرۍ د اندونیزیا پلاوی څو ورځې وړاندې کابل ته رغلی او تر دمګړۍ یې د افغان حکومت له ګڼو چارواکو سره لیدنې کتنې کړي دي.

اړوند خبرونه