ډېر لوستل شوي

د کډوالو نړیوال سازمان د حرفوي زده کړو په برخه کې همکاري کوي

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولینو، په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له استازي خان محمد سلطاني سره په کتنه کې په هېواد کې د حرفوي زده کړو پر ودې او پراختیا خبرې اترې کړي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ پر څرنګوالي او زیاتوالي خبرې شوې دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولینو د دې ادارې غوښتنې او اړتیاوې د کډوالو نړیوال سازمان له استازي سره شریکې کړې دي. په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان استازي هم په خپلو خبرو کې، د حرفوي زده کړو په برخه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

اړوند خبرونه