ډېر لوستل شوي

کندهار کې ۲۵۰ پسونه له قاچاق څخه راوګرځول شول

د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې په دې ولایت کې یې د ۲۵۰ پسونو د قاچاق مخنیوی کړی.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول مطیع الله سعیدي ویلي چې امنیتي ځواکونو د یاد ولایت د شورابک ولسوالۍ اړوند شربت سیمه کې د  ۲۵۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې ده. ویل کیږي چې دا پسونه له هېواده بهر انتقالېدل.

هېره دې نه وي چې تېره اوونۍ هم د یاد ولایت په شورابک ولسوالۍ کې د ۹۴۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

د یادو پسونو د قاچاق د مخنیوي خبرونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې لوی اختر ته یوازې څو ورځې پاتې دي.

اړوند خبرونه