ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت: د افغانانو د ایستنې موضوع دې له ډپلوماټیکې لارې مدیریت شي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن(جمعه، غبرګولي ۱۸مه) په خپل اېکس هیله ښودلې چې د المان فدرالي جمهوریت د افغانانو د ایستنې د پروسې مدیریت له ډپلوماټیکو لارو وکړي.
بهرنیو چارو وزارت د المان د لومړي وزیر څرګندونو په غبرګون کې ویلي: “هیله لرو، چې د اتباعو د حقونو د خوندیتوب په موخه دواړه هېوادونه وکولای شي د ډیپلوماتیکو لارو یاده موضوع په داسې شکل مدیریت کړي، چې افغان اتباع له نامعلوم برخلیک سره مخ نه شي.”
تر دې وړاندې د المان چارواکو ویلي و چې هېواد به یې یو شمېر افغانان له خپلې خاورې وباسي

اړوند خبرونه