افغان حکومت د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال او نورو لوړپوړو چارواکو په شتون کې له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق پرانیسته کړې ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د دغه صندوق د پرانیستلو سره به د خصوصي سکټور د ملاتړ ترڅنګ د سوداګرۍ، ترانزیټ، صنعت او کورنیو تولیداتو د ودې او پرمختګ بهیر چټک شي. ښاغلي برادر دغه راز ویلي چې ددې صندوق له پرانیستې سره به هېواد کې د بېکارۍ کچه ټيټه او غوره کاري فرصتونه به رامنځته شي.
له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ د صندوق د پرانیستې په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی ویلي، اوسنیو شرایطو ته په کتو د هېواد اقتصاد ښه شوی او په بېلابېلو برخو کې ارزښتمن ګامونه اخیستي دي.
دا صندق د دوامداره اقتصادې پراختیا، بیکارۍ له منځه وړلو، د سوداګریز بیلانس د تعادل، د خصوصی سکتور د فعالیت پروړاندې د خنډونو له منځه وړلو، سوداګرۍ او ترانزیټ کې د اسانتیاوو برابرولو او نورو موخو په پار رامنځته شوی دی