ډېر لوستل شوي

د دوحې درېیمې ناستې ته دې ټولمنلې اجنډا جوړه شي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د دوحې درېیمې ناستې لپاره پر ټول‌منلې اجنډا ټینګار کړی دی.
بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس نن مازیګر(جمعه، غبرګولي ۱۸مې) د یوناما له مشرې روزا اتنبایو او مل پلاوي سره د بهرنیو چارو د وزیر د کتنې خبر ورکړی دی.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوحې درېیمې ناستې پر جزیاتو او لازمو همغږیو خبرې اترې کړي.
د یوناما مشرې ویلي؛ ټیم یې د دوحې درېیمې ناستې پر اجنډا کار کوي او هڅه کوي داسې اجنډا چمتو شي، چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.
روزا اتنبایو وړاندې ویلي چې غواړي د وروستۍ اجنډا په تړاو د افغان لوري نظرونه واوري او د اجنډا تر بشپړېدو وروسته د دوحې د درېیمې ناستې ګډون کوونکو ته رسمي بلنلیکونه واستوي.
مولوي امیر خان متقي ویلي، چې افغان حکومت د دوحې په درېیمه ناسته کې خپل دریځ له ټولو لوریو سره شریک کړی او په دې اړه به اړونده لوریو سره له نږدې کار ته ادامه ورکړي

اړوند خبرونه