سمنګانو کې د یوه پاسو موټر د چپه کېدو پېښه کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه موټر له کندز څخه سمنګانو ته پر لار و چې د خلم ولسوالۍ په اوږدو کې چپه شوی.
په دې موټر کې ۴ تنه سپاره وو چې څلور واړه ټپیان دي، خو موټرچلوونکي خپل ژوند بایللی دی.
یاد ټپیان د لومړنیو روغتیایي مرستو په پار د خلم ولسوالۍ روغتون ته تر استولو وروسته د بلخ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي