ډېر لوستل شوي

افغانستان په روان نړیوال جام کې دویم بری خپل کړ

افغان کرکټ ملي لوبډلې په یوې تاریخي لوبه کې د نیوزیلنډ لوبډله ماته کړه.
نیوزیلنډ د نننۍ لوبې پچه وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د په زړه پورې لوبې په مټ ۱۵۹ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.
رحمان الله گربز په ۵۶ توپونو ۸۰ او ابراهیم ځدراڼ په ۴۱ توپونو ۴۴ منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقې د تېر په څېر بریدګره توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي یې له مخې پورته کړل. راشدخان هم په ۴ اورونو کې د ۱۷ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړي وسوځول.
نیوزیلنډ د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغی او ټوله لوبډله یې په ۷۵ منډو وسوځېده

اړوند خبرونه