د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې په تېرو لسو ورځو کې یې له امو نفتي حوزې ۱۳۰ زره ټنه خام تېل ایستلي او پلورلي دي.
د یاد وزارت په قول، چې دا تېل د ۷۱.۶ میلیونو ډالرو په ارزښت کور دننه د پروسس په موخه پلورل شوي.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان په خپله اېکس لیکلي چې دا نفت یې په کورنیو پانګوالو پلورلي او تمه ده نن(یکشنبه، غبرګولي ۲۰مه) هم ۲۰ زره ټنه نور خام نفت د ازادې دواطلبۍ له لارې وپلورل شي. دا په داسې حال کې ده، چې څو اونۍ وړاندې هم یاد وزارت ۶۰ زره ټنه خام نفت پلورلي و.