ډېر لوستل شوي

د اسلام کلا ګمرک کې د موټرو تمځای جوړیږي

د هرات ولایت د اسلام کلا ګمرک کې د (۲۳۱.۸) میلیونو افغانیو په ارزښت د موټرونو د تمځای جوړولو پروژه رسما پرانیستل شوه.
د موټرونو دا تمځای به په (۳۷) جریبه ځمکه په معیاري ډول ورغول شي، چي د اور وژني سیسټم، شنې ساحې او برېښنایي سیسټم په ګډون به له لومړنیو اسانتیاوو برخمن وي.
د دغي پروژې ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چي د رغوني چارې به یې د ملي پراختیا شرکت له لوري په شاوخوا یو کال کې بشپړې شي.
د یادوني وړ ده، چي د موټرونو د دغه تمځای له جوړېدو سره به سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته د اسانتیاوو سربېره، د سوداګریزو توکو په چک کې اساني اونظم رامنځته شي

اړوند خبرونه