ډېر لوستل شوي

د صهیونستانو د جنګ وزیر له خپلې دندې لاس په سر شوی

د راپورونو له مخې د صهیونیستي رژیم د جګړې د کابینې وزیر بني ګانتز له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.

نوموړي په یوه تلویزیوني بیانیه کې بنیامین نتنیاهو ته د ټاکنو سپارښتنه کړې.

ګانتز ویلي چې دوی رښتیني او بریاليو اقداماتو نه پرېښودل کیږي، نو په دې خاطر له بېړني حکومت لاره جلا کوي.

ګانتز څو اونۍ وړاندې ګوتځنډنه کړې وه چې د طرحو د نه منلو په صورت کې به استعفا وړاندې کړي.

د ویلو ده چې د صهیونست رژیم کابینه له ګڼو خپلمنځي اختلافونو سره مخ ده چې ډېری وزیران د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له امره مخ اړوي.

اړوند خبرونه