د افغانستان بانک لوی رییس ملا هدایتالله بدري د یوناما له رییسې روزا اتنبایوا سره په کتنه کې ویلي چې افغانستان بانک د ټولو هېوادوالو لپاره غوره او باکیفیته مالي چوپړونه وړاندې کوي.
ښاغلي بدري وړاندې ویلي چې افغانستان بانک د مالي چوپړونو د پیاوړتیا په پار ګڼ پروګرامونه ترلاس لاندې لري چې یو یې د کوچنیو پورونو د ورکړې لړۍ ده. د افغانستان بانک د مشر په قول، د کوچنیو پورونو په ورکړې سره به ډېریو ځوانانو ته کارموندنه وشي.
ورته مهال دې کتنه کې روزا اتنبایوا مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی اړین بللی او دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.