ډېر لوستل شوي

لوګر کې ۶ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین ددې ولایت په مرکز پل علم او محمداغې ولسوالۍ کې ۶ ښونځیو ته د ودانیزو چارو د پیل خبر ورکړی دی.

ویل کیږي چې ددې ښوونځیو پر ودانیو به ۷۲ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې یاد ښوونځي به په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي او هر یو به یې شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د احاطي دېوال، د لاس مینځلو ځایونه، د لمریزې برېښنا سیستم او مبرزونه ولري.

ددې ودانیو په جوړېدو سره به ۱۰ زرو زده کوونکو ته د زده کړو غوره چاپیریال رامنځته شي.

د ویلو ده چې په لوګر کې لا هم  شاوخوا ۲۵ سلنه ښوونځي سرپناه نه لري.

اړوند خبرونه