ډېر لوستل شوي

نرېندا مودي د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه

نرېندرا مودي د درېیم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د مودي ګوند دا ځل په پارلمان کې کمې څوکۍ خپلې کړي او ښایي ایتلافي حکومت جوړ شي.

نرېندا مودي په خپل رسمي اېکس لیکلي: ( لوړه می وکړه چې د هند د ۱.۴ میلیاردو وګړو خدمت به کوو او دا هېواد به د پرمختګ نویو پړاوونو ته نږدې کوو.)

بل پلو، د مودي اپوزېسټ ګوند ادعا کوي چې دوی بریالي دي او په ټاکنو کې درغلي شوې.

د هندوستان سږنۍ ټولټاکنې د تاریخ تر ټولو اوږدې ټاکنې وې چې شاوخوا ۶ اونۍ یې په برکې ونیولې.

اړوند خبرونه