د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې ۲۳مه غونډه وشوه چې د کابل ښار د ماسټر پلان د پلې کولو پرېکړه پکې وشوه.
ارګ پرون شپه(دوشنبه، غبرګولي ۲۱مه) په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی دی.
د کابینې په دې ناسته کې د ماسټر پلان د کړنلارې پر تطبیق غور شوی او اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې په دې برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
همدا راز د هېواد د سرحدي ولسوالیو په اړه د پوهنې، عامې روغتیا، ټولګټو چارو، کلیو پراختیا او بیا رغونې مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو او کورنیو چارو وزارتونو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د کابینې غونډې په منظم ډول د رئیس الوزرا تر مشرۍ لاندې جوړیږي چې د هېواد د مهمو مسایلو په اړه پکې بحثونه او پرېکړې کیږي.