اروپایي ټولنې په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د بشري وضعیت د کابو کولو په پار یې ۱۵۰ میلیونه یورو ځانګړې کړي دي.
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او مدني خوندیتوب بنسټ همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې یې د قحطۍ ګواښ د مخنیوي په موخه د بېړنیو مرستو زېرمه هم فعاله کړې ده. ویل کیږي چې له دې زېرمې به د افغانستان دننه او بهر کې کار واخیستل شي. د یادو ۱۵۰ میلیونو یورو څخه به ۱۲۶ میلیونه په افغانستان، ۱۱ پاکستان او ۱۱ میلیونه یورو نورې به په ایران کې د افغان کډوالو پر اړتیاوو ولګول شي.