ډېر لوستل شوي

د مالاوي مرستیال ولسمشر د الوتکې په سقوط کې وژل شوی

سي.اېن.اېن. ویلي چې د مالاوي هېواد د ولسمشر مرستیال ساولوس چیلیما او ۹ کسیزه ډله د الوتکې په سقوط کې وژل شوي دي.
د مالاوي مرستیال ولسمشر الوتکه له پلازمېنې لیلونګوي څخه تر الوت وروسته له راداره ووتله او نادرکه شوه.
د مالاوي ولسمشر چکویرا پر دې پېښې خواشیني څرګنده کړې او دا یې یوه خطرناکه تراژیدې بللې ده. نوموړي همداشان په خپل هېواد کې ملي ماتم هم اعلان کړی دی.
یاده الوتکه د دې هېواد په چکنګوا ځنګله کې نسکوره شوې او په بشپړه توګه سوځېدلې ده

اړوند خبرونه