ډېر لوستل شوي

پکتیکا کې د نفتو او ګازو دولتي پمپ جوړیږي

د پکتيکا ځایي مسوولینو ویلي، چې ددې ولایت په مرکز کې د ۱۸میلیونو افغانیو په لګښت د دولتي پمپ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یاد ولایت د انحصاراتو عمومي مدیر مولوي عبدالمالک فاروقي ویلي چې  دا د خلکو اساسي غوښتنه وه او په دې سره به ددې ولایت خلکو ته  ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

فاروقي زیاته کړې، چې د یاد پمپ او ګازو شرکت مسوولیت یې جي.وي.جي. شرکت ته سپارلی چې چارې به یې په ۴ میاشتو کې بشپړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه پمپ په جوړولو سره به له یو پلوه د نفتي موادو بیې کنټرول شي او له بل پلوه به د بې کیفیته تېلو او ګازو مخنیوی وشي.

اړوند خبرونه