ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت د ماشومانو د شاقه کارونو مخنیوی کوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي امید راډیو ته په یوې ځانګړې خپرونه کې ویلي چې حکومت هڅه کوي، افغان ماشومان له شاقه کارونو راوګرځوي.

ښاغلي ابراهیمي وړاندې ویلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلازمېنې په ګډون د ټولو ولایتونو په مرکزونو کې روزنځایونه جوړ کړي چې ماشومانو ته پکې روزنه ورکول کیږي.

نوموړی همداراز زیاتوي چې د بې وزلو او بې سرپرسته کورنیو غړو ته یې فني او تخنیکي کورسونه پر لاره اچولي دي، تر څو د یوه فن په ترلاسه کولو د کورنیو کفالت وکړلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوچا تازه ویلي، د افغانستان په سلو کې ۱۹ سلنه کوچنیان پر شاقه کارونو بوخت دي.

د ویلو ده چې نن(چهارشنبه، جون ۱۲) د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.

اړوند خبرونه