د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دفتر ویلي چې افغان حکومت له قزاقستان څخه د ترکمنستان او افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د ريل پټلۍ غځولو د نوې پروژې پلي کېدو ته ژمن دی.
د دې پروژې پلي کېدو سره مرکزي او سویلي اسیا د افغانستان له لارې له نوې شبکې سره وصلېږي.
ویل کیږي چې ددې پروژې په پلې کېدو سره قزاقستان د ترکمنستان او افغانستان له لارې پر منځنۍ اسیا سربېره له چین، روسیې او اروپایي بازارونو سر نښلي.
په راپور کې دغه راز زیاته شوې، چې په دې پروژې سره به د افغانستان د کاني موادو په لېږد کې هم پرمختګ وشي.
د ویلو ده چې ددې پروژې له پیل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي