ډېر لوستل شوي

بلخ کې د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو

د بلخ مرکز مزارشریف کې د (مولانا جلال الدین محمد بلخي) په نوم د لاسي توکو او صنایعو یو درې ورځنیز نندارتون پرانیستل شو.

دغه نندارتون د کار نړیوال سازمان په مټ جوړ شوی.

یاد نندارتون کې نږدې ۱۳۰ لویو او وړو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي، چې له دې ډلې ۸۰ غرفې یوازې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.

د بلخ ځایي مسوولینو ویلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره ټولو صنعتکارانو او سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابره شوې. بل پلو، د بلخ مرستیال والي په دې نندارتون کې د ښځو د ګډون هرکلی کړی.

 ددغو مراسمو په پرانیسته کې د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره ټولو صنعتکارانو او سوداګرو ته د کار کولو او پانګونې ښه زمينه برابره شوې ده.

بلخوا د اقتصادي چارو شنونکي دا او ورته نور نندارتونونه د افغاني توکو په پېژندنه او د کوچنیو اقتصادي فعالیتونو لپاره اړین بولي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم مزارشریف کې د لاسي او صنعتي توکو نندارتونونه جوړ شوي وو.

اړوند خبرونه