ډېر لوستل شوي

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې کې پر یو شمېر طرحو بحث شوی

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې پرون(سه شنبه، غبرګولي ۲۲مه) په مرمرینه ماڼۍ کې د خصوصي سکټور له لوري د یو شمېر پانګونو پر طرحو بحث کړی دی.

دې غونډې ته د بادغېس د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو، جلال اباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ او هرات کې د بام هرات د تفریحي کمپلېکس د جوړونې پر طرحو بحثونه شوي دي.

ناسته کې تر هر اړخیز بحث وروسته د جلال آباد ښار بزازۍ چوک کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې جوړولو طرحه د تایید وړ بلل شوې. د بادغېس د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند موري چاق کلي ته د برېښنا رسولو او په هرات ولایت کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولو د طرحو په تړاو ټاکل شویو کمېټو ته دنده  سپارل شوې چې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې نظرونو ته په پام دې د یادو طرحو مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونه وارزول شي او راپور دې یې کمېټې ته وړاندې شي.

اړوند خبرونه