ډېر لوستل شوي

نړیوال جام؛ پاکستان لومړی بری خپل کړ

د کرکټ په روان(۲۰۲۴) شل اوریز نړیوال جام کې پاکستان خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

یاد هېواد له امریکا او هندوستان څخه ترماتې وروسته کاناډا ته ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه پاکستاني لوبډلمشر بابراعظم وګلټه او کاناډا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. کاناډا د شلو اوروو په لوبونې ۱۰۷ منډې جوړې کړي. پاکستان په ځوابي لوبه کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

پاکستان به بله لوبه له ایرلنډ سره ترسره کړي، خو داسې ښکاري چې ښایي دا هوېاد له مخکې تګه پاتې شي.

اړوند خبرونه