د پکتیا ځایي مسوولین ددې ولایت په مرکز او زرمت ولسوالۍ کې د اوبو د مهار د اوو پروژو د پیل خبر ورکوي.
په دې پروژو کې د اوبو مهارولو، سربندونو، د اوبو زېرمو کیندنو، استنادي دېوالونو او نورو جوړول شامل دي.
د پکتیا سیندیزې حوزې رییس ویلي چې دا پروژې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مالي لګښت تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې بشپړیږي. ویل کیږي چې ددې پروژې د تطبیق پرمهال به ۵۰۰ تنو ته کارموندنه وشي.
ددې پروژو په تطبیق سره به ګڼې شاړې ځمکې هم خړوبې شي.