ډېر لوستل شوي

د اقتصادي کمېسیون ناسته کې د سروبي پر دویم بند او نورو موضوعاتو بحث وشو

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې پر یو شمېر رغنیزو او اقتصادي موضوعاتو بحث شوی دی. ارګ نن(پنجشنبه، غبرګولي ۲۴مه) په خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی.

د کمېسیون دې غونډه کې د سروبي دویم بند پر جوړېدو، جوزجان کې د ۳۰۰میګاواټه ګازي برېښنا د تولید، د کانونو او پټرولیم وزارت د رغنیزو توکو پر جوړې شوې مسودې او یو شمېر نورو اقتصادي موضوعاتو بحثونه شوي دي.

 دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د سروبي دویم بند د جوړېدو په اړه له بېلابېلو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه وکړي.

همداراز یاد وزارت ته سپارښتنه شوې، چې جوزجان کې د ۳۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه له کانونو وزارت سره په ګډه د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه وکړي او راپور یې اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي. د یادونې وړ ده چې اقتصادي کمېسیون د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي موضوعات څېړي او په تړاو یې اړینې پرېکړې کوي.

اړوند خبرونه