ډېر لوستل شوي

د چمن سیمې علماوو او مشرانو اسلام اباد کې له افغان سفیر سره کتلي

په اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفارت ویلي چې د مولوي محمد قاسم په مشرۍ د چمن سیمې د علماوو او مشرانو یوه پلاوي د پاکستان لپاره له افغان سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د چمن د دواړو غاړو د ولسونو پر ستونزو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې اترې شوي.

په دې لیدنه کې د چمن او د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو پر ستونزو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او تګ‌ راتګ خبرې شوې دي.

په دې کتنه کې افغان سفیر یاد پلاوي ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د فرضي کرښې دواړو لوریو د پرتو ولسونو د ستونزو د حل هڅه کوي او ټولې لارې به د ټرانزېټ او سوداګرۍ پر مخ پرانیزي.

د یادونې وړ ده چې په چمن کې د ولسونو له لوري له څو میاشتو راهیسې پرلت روان دی. یاد ولسونه د پاکستان له حکومته غواړي چې افغانستان ته دې تګ راتګ د پاسپورټ او وېزې پرځای پر پېژندپاڼې وشي.

اړوند خبرونه