ډېر لوستل شوي

سرپل کې د سیلابي اوبو د مهار په پار کانال رغیږي

د سرپل ولایتي مسوولین وایي چې ددې ولایت د مرکز په لغمان کلي کې یې د یوه ستر کانال د کېندنې چارې پیل کړي دي.

د اوبو رسولو دا کانال د لغمان کلي څخه تر سوخته کلا کلي پورې کیندل کیږي چې ټولټال به یو میلیون افغانۍ لګښت ًپرې راشي.

د سرپل د والي دفتر ویلي چې د دې کانال په کیندلو سره به ۲ زره جریبه له ګواښ سره د مخ ځمکې ساتنه وشي او همداراز به یاده سیمه له سېلابونو وژغورل شي.

بل پلو، د سیمې اوسېدونکو ددې کانال د رغولو هرکلی کړی او د ورت نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه یې هم کړې ده.

اړوند خبرونه