ډېر لوستل شوي

لغمان کې لسګونه کورنیو ته برېښنا چمتو شوه

د لغمان د برېښنا ریاست مسوولینو ویلي چې د مرکز مهترلام په فتح الله کلا سیمه کې یې ۲۰۰ کورنیو ته برېښنا غځولې ده.

د لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني ویلي چې د برېښنا یاده شبکه یې د ۲میلیونو افغانیو په لګښت په فتح الله کلا سیمه کې جوړه کړې چې ۲۰۰ کورنۍ ترې برخمنې شوي.

بل پلو، د یاد ولایت د برېښنا ریاست مسوولینو ویلي چې دا پروژه له نیمه کاره پروژو څخه ګڼل کیږي چې د یوه کال په ترڅ کې ورغول شوه.

د ویلو ده چې د فتح الله کلي اوسېدونکي پخوا د برېښنا د نشتون له وجې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

اړوند خبرونه