ډېر لوستل شوي

له دوو پرلپسې بریاوو وورسته؛ افغانستان سبا له پاپوانیوګیني سره مخیږي

د کرکټ نړیوال ۲۰۲۴ جام شل اوریزو سیالیو په لړ کې ویسټ انډیز د نیوزیلنډ په ماتولو سیده بل پړاو ته لار ومونده.

ویسټ انډیز نن(پنجشنبه، غبرګولي ۲۴مه) درېیم پرلپسې بری هم خپل کړ او اتو غوره لوبډلو کې یې ځای وموند.

بل پلو، افغانستان سبا(جمعه، غبرګولي ۲۵مه) سهار پینځه بجې له پاپوانیوګیني(پي.اېن.جي.) سره سیالي لري چې د یاد هېواد په ماتونې به افغانستان هم سیده د اتو غوره لوبډلو برخه شي.

له افغانستان پرته په «سي» ګروپ کې یوګانډا، نیوزیلنډ، ویسټ انډیز او پي.اېن.جي. لوبډلې برخه لري چې افغان کرکټ لوبډلې لا دمخه یوګانډا او نیوزیلنډ ته ماتې ورکړې ده.

ویسټ انډیز، اسټرالیا او هند هغه لوبډلې دي چې بل پړاو ته یې لاره موندلې ده.

اړوند خبرونه