ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر سېلاب ځپلو سره د مرستو په پار غور ته تللی

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د مرستو په پار غور ولایت ته سفر کړی دی.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن مازیګر(پنجشنبه، غبرګولي ۲۴مه) په خپل اېکس د یاد سفر خبر ورکړی دی.
ښاغلي برادر د غور ولایتي مسوولینو ته د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د مرستو او همکارۍ سپارښتنه کړې ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت مکلف دی، د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې له ستونزه سره د مخو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د بغلان په ګډون د هېواد شمالي ولایتونه وځپل او بې شمېره ځاني او مالي زیانونه یې ور واړول

اړوند خبرونه