ډېر لوستل شوي

وروستیو اورښتونو افغانستان کې د غنمو حاصلات ډېر کړي

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبر کې ویلي، د احصایي شمېرې ښیي چې په افغانستان کې وروستیو اورښتونو د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راوستی دی.

دغه وزارت زیاتوي چې د تېر په پرتله افغانستان کې د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه ډېر شوي.

د یاد وزارت د اعلان شویو شمېرو له مخې روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې ټول هېواد کې په ۲.۱۴ میلیونه هکتاره ځمکه غنم کرل شوي. له دې غنمو به ۴.۹ میلیونه مټریک ټنه حاصلات راټول شي.

احصایي ښیې، افغانستان په یوه کال کې ۶.۹ میلیونو ټنو غنمو ته اړتیا لري چې ددغه شمېر له مخې به دوه میلیونه ټنه نور غنم له بهره وارد کړي.

اړوند خبرونه