ډېر لوستل شوي

افغان کرکټ لوبډلې بل پړاو ته لار ومونده

افغان کرکټ ملي لوبډله د پاپوانیوګیني په ماتولو سره وتوانېده چې د «اتو غوره لوبډلو» پړاو ته لاره ومومي.
یاده لوبه نن(جمعه، غبرګولي ۲۵مه) سهار پینځه بجې د پاپوانیوګیني په توپوهنې سره پیل شوه.
یادې لوبډلې یوازې ۹۵ منډې جوړې او افغان لوبډلې ته یې د ۹۶ منډو هدف کېښود.
په ځوابي لوبه کې افغان کرکټ ملي لوبډلې یاد هدف د دریو لوبغاړو په زیان سره بشپړ او بری یې خپل کړ.
په توپوهنه کې ټولچاري لوبغاړي ګلبدین نایب تر نورو ډېرې ۴۴ منډې جوړې کړې.

ویسټ انډیز، اسټرالیا او هند هغه لوبډلې دي چې لا دمخه یې بل پړاو ته یې لاره موندلې ده

اړوند خبرونه