ډېر لوستل شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د هېواد د ملي پراختیا پر ستراتیژۍ کار کوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رییس مفتي عبدالله عزام د هرات زنده جان ولسوالۍ د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ښار ګوټي د سپارلو په مراسمو کې ویلي، چې اقتصادي معاونیت د راتلونکو پینځو کلونو په پار د هېواد د ملي پراختیا پر ستراتیژۍ کار کوي.
مفتي عزام زیاته کړې چې ددې سترتیژۍ د لومړنۍ مسودې چارې به ډېر ژر بشپړې شي.
ښاغلي عزام څرګنده کړې چې دا ستراتیژۍ به د ملي لومړیتوبونو په پام بشپړه شي چې د هېواد اقتصادي وده به لا منظمه او د پانګونې او بشري قوې د ګومارنې غوره فرصتونه به رامنځته شي.
مفتي عبدالله عزام ویلي چې افغان حکومت د طبیعي پېښو له کبله له د زیانمنوشویو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او پر وخت ورته رسېدنه کوي

اړوند خبرونه