ډېر لوستل شوي

پولي تخنیک پوهنتون د اقلیم بدلون کمونې برخه کې غوره ځای خپل کړی

.

د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د اقلیمي بدلون کمونې په برخه کې د نړۍ د غوره پوهنتونونو په کتار کې ځای موندلی دی.
لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ټایمز لوړو زده کړو مجلې په ډلبندۍ کې د اقلیم بدلون د رهبرۍ برخه کې ۱۰۱ مقام خپل کړی.
د لوړو زده‌کړو وزارت په وینا، په دغه ډلبندۍ کې د نړۍ له ۱۰۳ هېوادونو څخه ۹۲۴ پوهنتونونو برخه اخیستې وه، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون پکې ۱۰۱ام ځای خپل کړی دی.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په ۱۳۶۳لمریز لېږدیز کال کې جوړ شوی او دمګړی د انجنیرۍ برخه کې ۸ پوهنځي او ۳۳ ډیپارټمنټونه لري

اړوند خبرونه