ډېر لوستل شوي

اوبو او انرژۍ وزارت ته ۱۱ نوي رییسان وروپېژندل شول

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور نن(شنبه، غبرګولي ۲۶مه) په خپل اېکس لیکلي چې دې وزارت ته نوي ۱۱ تنه رییسان ورپېژندل شوي دي.

ویل کیږي چې یاد رییسان د افغانستان د اسلامي امارت د عالي مقام د پرېکړې په اساس نویو  دندو ته ګمارل شوي.

ددغو کسانو په پېژندغونډه کې ملا عبداللطیف منصور ویلي چې اوبو او انرژۍ وزارت لږ مالي امکانات په واک کې لري خو د پروژو د طرحو او تطبیق کارونه یې د ستاینې وړ دي.

 د ریاست الوزرا د حکم په اساس ملا عبدالقدیم د بشري سرچینو ریاست د رییس په توګه، ملا اسدالله کاکړ د بشري سرچینو مخکینی رییس د مالی او حسابي ریاست د رییس په توګه، محمد جمیل سحیقي د مالي او حسابي مخکنی رییس د اوبو پروژو د کیفیت کنټرول د رياست د رییس په توګه، انجینر حبیب الرحمن حقپال د کابل سیندیزې عمومي حوزې پخوانی رییس د اوبو تاسیساتو او شبکو د ساتنې او پاملرنې او ګټې اخیستنې د رییس په توګه، انجنیر حبیب الرحمن مبارز د اوبو تاسیساتو او شبکو ساتنې پخوانی رییس د ډیزاین او سروې د ریاست د رییس په توګه،  انجنیر اعجاز الحق دانشیار د انرژي انجنیري او مشورتي خدمتونو پخوانی رییس د اوبو لګونې او اوبو رسونې ریاست د رییس په توګه، انجنیر محمد اسماعیل مموزی د اوبو لګونې او اوبو رسونې پخوانی رییس د انرژي انجنیري او مشورتي خدمتونو ریاست د رییس په توګه، محمد عارف مومند د سروې او ډیزاین پخوانی رییس د کابل سیندیزې عمومې حوزې ریاست د رییس په توګه، مولوي نورالله حکمت د تدارکاتو پخوانی رییس د کابل منځنۍ سیندیزې فرعې حوزې  ریاست د رییس په توګه، مولوي ولي محمد  تائب د کابل منځنۍ سیندیزې فرعې حوزې پخوانی رییس د تدارکاتو ریاست د رییس په توګه او انجینر جان محمد حریفال د نوې کېدونکې انرژۍ ریاست د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

اړوند خبرونه