ډېر لوستل شوي

خالد ځدراڼ: له پلاستیکي وسلو، پټاکیو او هوایي ډزو ډډه وکړئ

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران نن(شنبه، غبرګولي ۲۶مه) په خپل ایکس لیکلي چې له پلاستیکي وسلو، پټاکیو چوولو او هوایي ډزو دې ډډه وشي.

نوموړي زیاته کړې چې هوایي ډزې، پلاستیکي تمانچې او نور چې د خلکو د مزاحمت سبب کیږي؛ باید ډډه ترې وشي.

ښاغلي ځدراڼ ډاډ څرکند کړی چې د کابل زړور پولیس د اختر شپو ورځو کې د هېوادوالو چوپړ ته چمتو دي؛ تر څو هېوادوال په خوښۍ اختر ونمانځي. ویاند ګواښ کړی چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

اړوند خبرونه