ډېر لوستل شوي

د هېواد له یو شمېر بندخونو زندانیان ازاد شوي

د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د هېواد له شمېر بندخونو ۳۴۹ زندانیان ازاد او ۲۷۰ نورو ته د بند ورځو تخفیف ورکول شوی دی.

دا زندانیان د امیرالمؤمنین خفظه الله د بښنې او د سترې محکمې د قاضي القضات د ځانګړې تګلارې له مخې ازاد شوي.

یاد زندانیان د لوی اختر په خوښۍ کې له بندخونو خوشې شوي چې له وړاندې د بښنې وړ وو.

د اخترونو په مناسبت د بندیانو د ازادونې په پار د سترې محکمې د قضایي تفتیش د رییس په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی چې د یادو زندانیانو چارې څاري.

د ویلو ده چې په تېر کوچني اختر کې هم د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې لوریینې له مخې  زرګونه زندانیان ازاد شوي وو.

اړوند خبرونه