ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح الله مجاهد: دوشنبه به په ټول هېواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وي

مولوي ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس لیکلي چې د روانې اونۍ دوشنبه به په ټول هېواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

ښاغلي مجاهد دا خبر بېګاه شپه(جمعه، غبرګولي۲۵) په خپل اېکس خپور کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې چې د مخکني اعلان سره سم به د روانې اونۍ یکشنبه د عرفې ورځ او دوشنبه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

 مولوي ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې دغه حکم شرعي دی او د شرعي نصوصو په اساس تصویب شوی. ښاغلي مجاهد وړاندې ویلي چې دا خبر یې د لاخبرتیا په موخه خپور کړی دی.

وړاندې ویل شوي چې دوشنبه لا له وړاندې د لوی اختر ورځ اعلان شوې خو هېوادوال په شک کې و چې عرفه به په کومه ورځ وي.

اړوند خبرونه