ډېر لوستل شوي

پاکستانۍ لوبډله له مخکې تګه پاتې او کور ته ستنیږي

د کرکټ په ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې پرون(جمعه، غبرګولي ۲۵مه) د امریکا او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران ښکار او دواړو لوبډلو ته یو-یو پواینټ ورکول شو.

له دې سره امریکا بل پړاو ته لار ومونده او پاکستانۍ لوبډله له وړاندې تګه ولوېده.

 امریکا لوبډلې ۲۰۱۹ کال کې نړیوالې لوبې پیل کړې او دا لومړی نړیوال جام دی چې لوبوي یې.

د پرونۍ لوبې له لغو کېدو سره د شل اوریز نړیوال جام دویم پړاو ته د پاکستان لوبډلې د رسېدو هیله هم ختمه شوه او یاده لوبډله د نړیوال جام له سیالیو بهر شوه.

پاکستان تر دې وړاندې هم دوې لوبې بایللې وې.

اړوند خبرونه