ډېر لوستل شوي

تر ۲۰۰۵ ماډل پر ښکته موټرونو بندیز ولګېد

ماليې وزارت په یوه خبرتیا کې لیکلي چې له دې وروسته به هېواد ته تر ۲۰۰۵ ماډل ښکته موټرونه نه واردېږي.
وزارت لیکلي چې د ریاست الوزرا د کابینې د پرېکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې تر ۲۰۰۵ ماډل ښکته د افغانستان لاس د موټرو واردول منع دي.
همدارنګه د ریاست الوزرا د درېیمې ګڼې حکم له مخې د هر ډول وسایطو صادرول منع وو، خو سوداګریز وسایط او یا داسې وسایط چې شخص یې اسناد په لاس کې ولري له دې حکمه مستثنی ګڼل شوي.

وړاندې راځي چې هېواد ته داخل شوي باروړونکي موټرونه چې د ټرانزېټ سند ولري، په ټول هېواد کې تګ راتګ کولی شي

اړوند خبرونه