ډېر لوستل شوي

د لوی اختر لمړۍ ورځ په ډاډمن امنيتي وضعیت کې پای ته ورسېده

نن د هیواد په ګوټ ګوټ کې د لوی اختر لمونځ ادا او خلکو په ډاډمن امنیتي وضعیت کې دغه ورځ ونمانځله.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، په همدې تړاو رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، نن د لوی اختر ورځ د افغانستان په ٣٤ ولایتونو کې په داسې حال کې ونمانځل شوه چې د جوماتونو، عیدګاوو او عامه ځایونو امنیت د امنیتي ځواکونو له لوري په بشپړه توګه خوندي شوی وو.

مفتي قانع زیاتوي: د کورنیو چارو وزارت اړوند ټولې خدماتي څانګې له نورو ادارو سره په همغږۍ د ولسونو د اړتیاوو او ستونزو د حل په موخه پر خپلو دندو بوخت او هیوادوالو ته اړین چوپړونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې نن د لوی اختر لمونځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبته الله آخندزاده حفظه الله، په امامت د کندهار په عيدګاه کې ادا شو. امیرالمؤمنین حفظه الله، په هراړخيزه وینا کې چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې او د ولس او حکومت ترمنځ یې په لا ډيرې همغږۍ او نږدېوالي ټینګار وکړ.

اړوند خبرونه