ډېر لوستل شوي

افغان حکومت او تهران په اقتصادي او سیاسي برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له مولوي امیر متقي سره په ټيلیفوني خبرو کې ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې افغان حکومت او تهران په اقتصادي او سیاسي برخو کې ګڼې لاسته راوړنې لرلې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کني سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیر خان متقي د ټیلفیوني خبرو خبر ورکړی دی.

ښاغلي کني ټینګار کړی چې شته همغږي او همکاري باید نوره هم زیاته شي.

 په دې ټيلیفوني خبرو کې مولوي امیر متقي ویلي، چې افغانستان خپلواک هیواد دی او په چارو کې یې لاسوهنه د هیچا په ګټه نه ده. ښاغلي متقي زیاته کړې چې له یو بل سره همکاري او سلا په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ وسیله ګرځېدلی شي.

اړوند خبرونه