په روان ۲۰۲۴شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان له ویسټ انډیز ماتې وخوړله.
یاده لوبه نن(سه شنبه، غبرګولي ۲۹) سهار پینځه بجې پیل شوه. ددې لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
ویسټ انډیز د بریدګرې لوبې په مټ د روان نړیوال جام تر ټولې ډېرې ۲۱۸ منډې جوړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.
افغانستان په ځوابي لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۴ منډې جوړې کړې.
د ویلو ده چې افغانستان له وړاندې بل پړاو ته لاره موندلې او د راتلونکې(پنجشنبه، غبرګولي ۳۱مه) به د هندوستان خلاف خپله لوبه ترسره کړي